۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۹ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۱:۵۰
asdfafda

د کورنیو چارو وزارت امنیتي منسوبینو د هیواد په شپږو ولایتونو کې له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلا، ناقانونه ښکار او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۲۹ تنه نیولي دي. له ډلې یې، ۱۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په کندز، څلور غله په غزني، څلور تنه د موټرونو د غلا په تړاو په هرات، څلور غله په اورزګان، څلور تنه د الوتونکو ناقانونه ښکار په تړاو په نیمروز او دوه تنه په بلخ کې د قمتي ګاڼو د پلور په تړاو نیول شوي دي.