۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۵ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په پنځو ولایتونو کې د غلا، قمار، قاچاق او نامشروع اړیکو په تړاو ۲۵ تنه نیولي دي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له دې ډلې، اته تنه د جوارګرۍ او شپږ تنه د غلا په تړاو په هرات، څلور تنه د چارتراش لرګیو د قاچاق په تړاو په کونړ، درې حرفوي غله په بغلان، درې تنه د مبایلونو او پیسو د غلا په تړاو په بلخ او دوه تنه د نامشروع اړیکو په تړاو د دایکندي ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.