۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۰ تنه نیولي او د سلګونه ټنه لرګیو د قاچاق مخنیوی شوی

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په پنځو ولایتونو کې ۲۰ تنه د غلا، وژنې، ناقانونه وسلو ګرځولو او روژه خوړلو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، تخار کې درې تنه له کورونو د غلا، درې تنه له شرعي عذر پرته د روژه خوړلو او یو تن د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو، درې غله په هرات، یو تن د وژنې او یو غل په خوست او دوه تنه د غلا په تړاو په بامیان کې نیول شوي دي.
ورته مهال د ننګرهار امنیه قومندانۍ منسوبینو د سلګونه ټنه د سون لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی دی.