۵ ولایتونو کې؛ پولیسو څه باندې ۶۰۰ جریبه نشه یي کروندې اړولي او اووه تنه نیولي

پولیسو په ولایتونو کې د نشه یي کروندو له منځه وړلو په دوام ۵۰۰ جریبه د کوکنار کروندې په بدخشان، ۴۸ جریبه په ننګرهار، ۱۳ جریبه په بغلان او ۲۸۳ زره او ۲۶۳ مربع متره ځمکه د بلخ په البرز ولسوالۍ کې له کوکنار پاکه کړې ده.
همداراز نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۵ تنه د نشه یي توکو د کارولو په تړاو او دوه تنه د یادو توکو د پلور په تړاو په تخار ولایت کې نیولي دي.