۵۵ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۱:۵۲
fafaf

له دوی؛ د تخار د امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۱۰ کسان د وژنو، اته تنه د ځورونو، درې تنه د غلا، دوه تنه د نشه یي توکو د کارولو، یو تن د وهلو ټکولو او شپږ تنه د اخلاقي فساد په تړاو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نیولي دي.
په ورته وخت کې، پولیسو ننګرهار کې پينځه تنه غله او یو تن د دوکې په تړاو نیولی دی. 
دغه راز، د هرات جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د هرات ښار په پينځمه ناحیه کې شپږ وسله وال غله له یو میل وسلې، دوه مبایلونو او یوې مخابرې سره نیولي دي.
له بل لوري؛ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د غور په سرجنګل ولسوالۍ کې درې غله او درې تنه د اخلاقي فساد په تړاو، دوه غله په پکتیا، یو مشهور غل په کابل او په مزار شریف ښار کې یو قصاب د حرامو غوښو دپلور په تړاو نیولی دی.
 په ورته وخت کې، د نیمروز په چهار برچک ولسوالۍ کې درې تنو، چې غوښتل یې ایران ته پينځه میله تفنګچې قاچاق کړي، نیول شوي دي.