۴ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۳۴ روږدي راټول کړي او ۷۵ نور له بستر وروسته رخصت کړي
د روږدو د راټولولو او درملنې په لړ کې د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۶۹ روږي کسان په زابل او ۶۵ تنه په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې راټول کړي او د بستر او درملنې لپاره یې ځایي روغتیایي مرکزونو ته لېږدولي دي.
همداراز د هرات امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو ۷۵ تنه چې په بېلابېلو نشو روږدي وو له بستر او درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل.