۴ ولایتونو کې؛ پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو شل تنه نیولي
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په مهال په ننګرهار، لغمان، خوست او پکتیا ولایتونو کې شل تنه د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.
له منځه يې، اته تنه په ننګرهار، اته تنه په لغمان، درې تنه په خوست او یو تن په پکتیا ولایت کې نیول شوی دی.
له نیول شوو کسانو څلور کیلو ګرامه چرس، یو اندازه شیشه او نشه یي ټابلیټونه هم ترلاسه شوي دي.