۴۴ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۲:۵
نننننن

یاد نیول شوي کسان د غلا، تښتولو، غیر قانوني وسلو ساتلو، وژلو او نورو داسې جنایي جرمونو په تړاو په کابل، زابل، تخار، ننګرهار، بلخ، هرات، غزني او هلمند ولایتونو کې نیول شوي.
د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو او ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو منسوبینو د ګډوه عملیاتو په ترڅ کې، یو سوداګر د بلخ په ولایت کې د تښتوونکو له منګلو وژغورلو او دوه تنه نښتونکي یې لاسپه لاس ونیول.
یاد سوداګر یوه میاشت وړاندې د مزار شریف ښار له لومړی ناحیې څخه تښتول شوی وو او د خوشې کیدو په بدل کې یې ۳۰۰ سوه زره آمریکایي ډالره غوښتل شوي وو.
په همدې حال کې، ۱۷ تنه په ننګرهار او غزني کې، د غلا، زخمي کولو او نورو اړونده جرمونو په تړاو د امنیه قومندانیو منسوبینو له لوري نیول شوي.
بل لورته، د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴ تنه د موټرو او ټلفونونو د غلا په تړاو د کابل په دریمه او ۱۶ حوزه کې، دوه تنه د غیرقانوني وسلې ساتلو او لیږدولو په تړاو او دوه نور د غلا په تړاو د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین، کلفګان او تالقانو ښار کې نیول شوي.
د نیول شویو کسانو څخه ۵ میله وسلې او دوه عرادې غلا کړل شوي موټر د پولیسو لاسته راغلي.
د یوه بل خبر له مخې، یو تن د ۱۰۰ زره پاکستاني کلدارو د غلا په تړاو په خاک افغان، دوه تنه د وسایطو د غلا په تړاو د زابل په شاجوی، یو وژونکی د یوه غله سره د هرات ولایت په پشتون زرغون او ۱۱ ناحیه کې د پولیسو له لوري نیول شوي. 
دغه راز، د هلمند پولیسو په تیره یوه اونی کې، ۱۰ ته د غلا په تړاو د دغه ولایت د ګرم سیر، نادعلي، سنګین او لښکرګاه ښار له اړونده سیمو څخه نیولي.