۲ ولایتونو کې؛ پولیسو ۴ تنه د ۲۰ کیلو ګرامه تریاکو او الکولي څښاکو د قاچاق په تړاو ونیول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۵۶
asdfasdf

د بدخشان ولایت امنیې قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو دوه تنه د داریم ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ۱۲ کیلو ګرامه تریاکو سره او یو تن له ۸ کیلو ګرامه تریاکو سره د وردوج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
همداراز، د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو تن د ۱۰ لېټرو شرابو د پلور  په تړاو نیول شوی دی.

نیول شوي کسان به د پولیسو تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.