۱۴ ولایتونو کې؛ پولیسو د نشه یي توکو دوه کارخوني موندلي او ۴۰ تنه نیولي دي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۲:۳
sfdfdda

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په خوست، پروان، پکتیکا، نیمروز، پنجشیر، غزني، دایکندي، کاپيسا او کابل کې د څو جلا عملیاتو په مهال د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو ۲۸ تنه نیولي او یوه اندازه نشه یي توکي یې ترې ترلاسه کړي دي.

ورته مهال، پولیسو په بامیان، غور او اورزګان کې ۱۱ تنه د ۲۲۵ کیلو ګرامه ایف نشه یي توکو سره نیولي دي.

همداراز، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو نیمروز کې د نشه یي توکو یوه کارخونه موندلې او یو تنه یې په تړاو نیولي او همدارنګه یې د نشه یي توکو یوه کارخونه په فراه او ۵۷۵ کیلو ګرامه ومان په هلمند ولایت کې موندلي او سوځولي دي.