۱۰ ولايتونو کې؛ ۸۲۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کروندو پاکه شوې
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په لسو ولایتونو کې ۸۲۰ جریبه د کوکنارو کروندې له منځه وړي دي.
له منځه یې، ۳۹۹ جریبه کوکنار د بدخشان ولایت په کشم او شهر بزرګ ولسوالیو، ۲۰۶ جریبه د ننګرهار ولایت په سپين غر او نازیان ولسوالیو، ۱۵۲ جریبه د تخار ولایت په کلفګان، اشکمش او روستاق ولسوالیو، ۱۵ جریبه د بغلان ولایت په ده صلاح او پل حصار ولسوالیو، ۱۳ جریبه د فراه و لایت په پښتون کوټ او المار ولسوالیو، درې جریبه په بامیان ولایت او دوه جریبه نوره په جوزجان ولایت کې د کوکنارو له کروندو پاکه شوې ده.
همدارنګه، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کاپیسا ولایت په نجراب او تګاب ولسوالیو کې سلګونه جریبه کوکنار اړولي دي.