یو تن د حيرتانو په بندر کې د پیسو د قاچاق په تړاو ونیول شو
بلخ ولايت امنیه قومندانۍ منسوبينو یو تن د ۱۰ زره ۳۰۰ ډالرو، ۴۴ زره ۷۰ افغانیو او ۵۹۵ زره اوزبکي پیسو یا صم د قاچاق په تړاو نيولی.
نيول شوي کس غوښتل یادې پیسې، اوزبکستان هیواد ته قاچاق کړي.