ګرانو هېوادوالو ستاسو غږ اورم

moi-af


تاسې ټول په حقه دا غوښتنه لرئ، چې د ملي پولیسو له امکاناتو او په ځانګړې توګه له رنجر موټرونو څخه ناوړه او غیر ضروري ګټنه ونشي.
دا مو هیله ده چې د پولیسو د چارواکو د تګ راتګ پر مهال لارې بندې نشي، یادې ستونزې ته په کتو مې دا کړنه پر ځان پلې کړې ده.
تاسو د دې غوښتونکي هم یاست چې تاسو سره، ستاسو د ملي پولیسو اړیکې دوستانه، د باور او اعتماد پر ستنو ولاړې وي.
تاسو غواړئ چې ملي پولیس د مظلومو کسانو ساتونکي او مدافع وي؛ نه دزور واکو.
ستاسو غږ هره ورځ بیا، بیا ځلې اورم او زما سهار ستاسو په غږونو سره پیلېږي.
ماته وخت راکړئ او پایلې به په اعلامیه کې نه؛ بلکې په ریښتیتې توګه وګورئ.
خپلو پولیسو سره اوسئ!
امرالله صالح

مطبوعاتي اعلامیې

چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۶ - ۱۱:۲۱
Background image

پولیس د نیونې واک او د فیر حق لري.

پولیس د دې اجازه لري چې د ځان، مال او د خلکو د عزت د دفاع لپاره په ځواب ویونکي عمل لاس پورې کړي. لکه: څارنه، پوښتنه او یا په داسې حالت کې چې متوجه کېږي چې خپل ځان یې په خطر کې دی، جنایت . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د ملي پولیسو ټولو منسوبینو ته!

کابل ښار کې د پولیسو د وسایطو د څارنې او د ګرځېدنې د مخنیوي په موخه، د ملي پولیسو ټولو منسوبینو ته لارښوونه کېږي، چې له ننه وروسته د پولیسو ټول وسایط چې له ولایتونو څخه کابل ته دننه . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د نوملړ د شاملو کسانو د پاملرنې وړ:

د ځینو ټکو د روښانولو او سپیناوي په موخه چې لاندې ورته اشاره شوې، په بېړنۍ توګه ځان د پولیسو نږدې حوزې، د کابل امنیه قومندانۍ او یا له جرمونو سره د مبارزې عمومي ریاست ته ورسوئ.
د جرمونو . . .

Back to announcements