ګرانو هېوادوالو ستاسو غږ اورم

moi-af


تاسې ټول په حقه دا غوښتنه لرئ، چې د ملي پولیسو له امکاناتو او په ځانګړې توګه له رنجر موټرونو څخه ناوړه او غیر ضروري ګټنه ونشي.
دا مو هیله ده چې د پولیسو د چارواکو د تګ راتګ پر مهال لارې بندې نشي، یادې ستونزې ته په کتو مې دا کړنه پر ځان پلې کړې ده.
تاسو د دې غوښتونکي هم یاست چې تاسو سره، ستاسو د ملي پولیسو اړیکې دوستانه، د باور او اعتماد پر ستنو ولاړې وي.
تاسو غواړئ چې ملي پولیس د مظلومو کسانو ساتونکي او مدافع وي؛ نه دزور واکو.
ستاسو غږ هره ورځ بیا، بیا ځلې اورم او زما سهار ستاسو په غږونو سره پیلېږي.
ماته وخت راکړئ او پایلې به په اعلامیه کې نه؛ بلکې په ریښتیتې توګه وګورئ.
خپلو پولیسو سره اوسئ!
امرالله صالح

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements