کونړ کې دوه تنه د لسګونو کیلوګرامو سپین‌زرو د غلا په تړاو ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۶
asdfsf

د کونړ امنیې قومندانۍ اړوند د څلورمې امنیتي حوزې منسوبینو، په اسعدآباد ښار کې هغه دوه شکمن کسان نیولي چې څو ورځې وړاندې یې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې له یو سوداګر ۲۳ کیلوګرامه سپین‌زر غلا کړي وو. 

پولیسو یاد کسان څارلي وو چې د یو اقدام په ترڅ کې یې له یاده کچه سپین‌زرو سره لاس په لاس نیولي دي.
د کونړ امنیې قومندانۍ مسؤلین ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه په مسلکي توګه روزل شوي او د هر ډول جرمي پېښو پر مهال چټک اقدام کوي ترڅو په ټولنه کې د جرمونو مخه ونیسي.