کونړ او ننګرهار کې ۵ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کونړ او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پینځه تنه د "هیرویینو، تریاکو او چرسو" د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې یو کس له ۲۳ کیلوګرامه چرسو او همدارنګه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې درې تنه له ۱۴ کیلوګرامه هیرویینو او د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې هم یو کس له ۸ کیلوګرامه تریاکو سره یو ځای نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.