کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسېدو او اور وژنې ریاست له روزنیز مرکز څخه ۷۰ تنه منسوبین له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول
غونډې ته د یاد ریاست رییس پاسوال حافظ نورالله انصار په ګډون د دې ریاست عملیاتي مرستیال او نور مسوولین او منسوبین راغلي وو.
ښاغلي انصار په خپلو خبرو کې فارغ شوي منسوبین خپلو دندو ته ځير کړل او د ۳۴ ولایتونو له مدیرانو یې وغوښتل چې د اور وژنې وسایلو او تجهیزاتو په ساتلو کې پوره پاملرنه وکړي.
د یاد ریاست د روزنیز مرکز قومندان مولوي شېرعلي مدني هم په خپلو خبرو کې فارغ شوي منسوبین خپلو اصلي دندو ته ځیر کړل او له دوی یې وغوښتل چې د ولس اطفایوي امنیت په نیولو کې لا ډېرې هڅې وکړي.
غونډه فارغ شویو منسوبینو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېده.