کورنیو چارو وزارت په بادغیس کې د ۳۲ بنسټیزو پراختیايي پروژو پرانیسته وکړه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۵۲
سیبلسی

د کورنیو چارو وزارت د پراختیايي پروژو او پروګرامونو په چوکاټ کې، په بادغیس ولایت مرکز قلعه‌نو او د یاد ولایت په ټولو نهو ولسوالیو کې ۳۲ بېلابېلې بنسټیزې او زیربنایي پروژې رسماً پرانیستل شوې او عملي چارې یې پیل شوې.
یادې پروژې د ولایت مقام په همغږۍ، د ولایت د مرستیال والي او د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت اړوند د تأسیساتو ریاست د مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شوې، چې په لنډ ډول پکې لاندې مهمې پروژې شاملې دي:
•    د امنیې قومندانۍ اړوند د اداري او عملیاتي ودانیو جوړول،
•    د ولسوالیو لپاره د اداري کمپلکسونو جوړول،
•    د امنیتي برجونو، احاطوي دېوالونو او تأسیساتو رغول،
•    د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د معتادینو د درملنې اړوند ودانۍ،
•    د روغتیایي کلینیک، د تېلو د زېرمتون او تخنیکي تجهیزاتو برابرول،
•    او د امنیې قومندانۍ او ولسوالیو په کچه د مسجدونو جوړول.

د دغو ۳۲ پروژو ټولیز لګښت شاوخوا ۳۱۵ میلیونه افغانۍ دی، چې د ۱۴۰۵ مالي کال په لومړیو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د یادو پروژو پلي کېدل به د امنیتي او اداري چارو د تنظیم، د خدمتونو د ښه‌والي او خلکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کېدو ترڅنګ، د کاري فرصتونو په برابرولو کې هم اغېزمن رول ولوبوي.