کورنیو چارو وزارت پر لویو لارو د باج اخیستنې په برخه کې تر دې دمخه اصلاحي اقدامات ترسره کړي

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۲۰:۴۷
8

کورنیو چارو وزارت د ترانسپورتي ټولنو او موټر لرونکو هغه اندېښنې چې د لویو لارو پر مسیر یې د باج اخیستنې له امله درلودې، تر دې دمخه یو لړ اصلاحي اقدامات ترسره کړي دي. 
د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د دستور پر بنسټ، ۱۸۶ د پولیسو هغه پرسونل چې په اړه یې شکایتونه شوي وو، له خپلو دندو ګوښه او د پېژنتون فعال احتیاط ته ور پېژندل شوي دي. 
د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي هم نن د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته یو ځل بیا په ټینګار سره لارښوونه وکړه، څو د لویو لارو په مسیر کې د اصلاحاتو د لا تقویې په پار له ترانسپورتي شرکتونو او ملي سوداګرو سره د همغږۍ ګډې غوندې ترسره کړي.  
په همدې حال کې؛ د کندهار، زابل، فاریاب، بادغیس، سمنګان، بغلان، كاپيسا، خوست، غزني او بامیان ولایتونو امنیه قوماندانانو نن د ترانسپورتي ټولنو له چارواکو او ملي سوداګرو سره وکتل او د لویو لارو پر مسیر یې د باج اخیستنې په تړاو د دوی ستونزې او اندېښنې واورېدې.
د یادو ولایتونو امنیه قوماندانانو د ترانسپورتي ټولنو مسوولینو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې هغه کسان به له خپلو دندو ګوښه شي، چې د لویو لارو پر مسیر په باج اخیستنې لاس پورې کوي.
یادونه:
هغه درانه هېوادوال چې د لویو لارو پر مسیر تګ راتګ کوي؛ که چېرې د پولیسو له سرغړونو سره مخ کېږي، نو هیله ده څو د پولیسو له ۱۱۹ - ۰۲۰۲۳۱۲۳۵۴ شمېرې سره اړیکه ونیسي. همدارنګه تاسو کولای شئ انځورونه/ویډیوګاڼې په دې 0791230901 وټساپ شمېره راولېږئ. ډاډه اوسئ چې د نوم او مشخصاتو د محرمیت په ساتلو سره به مو شکایت ته رسېدنه کېږي. 
کورنیو چارو وزارت د اصلاحاتو د بهیر او د عامه نظم د ټینګښت په برخه کې ستاسې له همکارۍ او ګډون څخه مخکې له مخکې مننه او درناوی کوي.