کورنیو چارو وزارت له مالیې او سوداګرۍ وزارتونو سره د همکارۍ دوه هوکړې لاسلیک کړې
کورنیو چارو وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا د اجرايي کمېټې په نوښت، له مالیې او سوداګرۍ وزارتونو سره د برېښنايي سیستمونو د نښلونې په موخه د همکارۍ دوه هوکړې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړې.
یادې هوکړې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل د معین لویپاسوال محمدانور بریپال له لوري د سوداګرۍ او مالیې وزارتونو له مرستیالانو سره لاسلیک شوې.
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین په یاده غونډه کې دا هوکړې د ادارو د نښلونې او همدارنګه ښاریانو، خصوصي سکتور او پانګوالو ته د اسانتیاو د رامنځته کولو په پار د پاملرنې وړ یادې کړې او زیاته یې کړه، چې د دې هوکړو له مخې به له مالیاتي تېښتې، ناوړه ګټڼې، بروکراسۍ او اداري فساد څخه مخنیوی وشي.
نوموړې هوکړې د سواګریزو پاسپورټونو د اخیستلو او بیاکتنې د پروسو د ساده کولو او لنډولو، یوه کس ته د څو تشخیصیه (TIN) نمبرونو له وېش څخه د مخنیوي، د خصوصي سکتور د ودې، د خصوصي سکتور د پانګونې له پاره د لېوالتیا د زیاتولو، له هېواد څخه د پانګو له تېښتې د مخنیوي او همداراز د هېواد د ملي عوایدو د لوړولو په موخه لاسلیک شوې دي.
د دې هوکړو په لاسلیک سره به د طرفینو تر منځ د برېښنايي سیستمونو په وسیله د همغږۍ کچه زیاته شي او په پلې کېدو سره به یې د پانګوالو له پاره اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینې د اسانه کېدو سربېره، دوی ته لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.