کنړ کې ۱۲ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کنړ امنیه قوماندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې د غلا، وژنې، د طبیعي ځنګلونو د وهلو او قاچاق او نورو جرمونو په تړاو ۱۲ تنه نیولي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.