کندوز کې یو ځوان د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شو
پولیسو کندوز کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو ځوان د انسانتښتوونکو له قیده ازاد کړی دی.
یاد کس څلور ورځې دمخه د ناپېژنده کسانو لهخوا د امام صاحب ولسوالۍ په اړوند سیمو کې برمته شو.
پولیسو د دې قضیې تر خبرېدو وروسته د انسانتښتونې ضد عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې يې تېره ورځ وتوانېدل دا ځوان د انسانتښتوونکو له منګولو ازاد کړي.
د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی دی.