کندهار کې له درنې چاودنې مخنیوی شوی
د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په مرکز اړوند سیمو کې یو د الوتکې بم کشف او شنډ شو.
یاد بم چې ۵۰۰ کیلو ګرامه وزن درلود، د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې کشف او شنډ شوی دی.
شنډ شوی بم د ترهګرو له خوا د لویې ترهګریزې پېښې د ترسره کولو په موخه ځای پر ځای شوی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې شنډ شو.