کندهار کې د انسان تښتوونکو پنځه کسیزه ډله ونیول شوه

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۹:۱۷
7

ملي پولیسو د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
یادو کسانو غوښتل چې د دې سیمې یو اوسېدونکی وتښتوي، چې د پولیسو د چټک اقدام په ترڅ کې نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی او له دې کسانو څخه دوه میله تفنګچې او یو شمېر زهري توکي هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.