کندهار او پکتیکا کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۰:۲۳
۷

د پکتیکا ولایت د وازه‌خواه ولسوالۍ په زیارت کلي کې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې درې ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي؛ چې په وژل شویو ترورېستانو کې بهرني جنګیالي هم شامل دي.
همداراز؛ د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په خیبرغر سیمه کې هم د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو په لړ کې تر دې مهاله د ترهګرو ۱۵ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم چې د ترورېستي پېښو په موخه یې ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړي دي.