کندز کې یو متکرر مجرم ونیول شو

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۱۰:۱۷
8

تېره ورځ د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز په اړوند "ابراهیم خېلو" سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو متکرر او حرفوي مجرم نیولی دی.
یاد کس د ژوبلې، وسله والو غلاوو، د خلکو ځورونې، باج اخیستنې او د غیرقانوني وسلو د لېږد په قضیو تورن دی.
د یادونې وړ ده چې له دې کس څخه یو میل وسله، څلور قبضې برچې او نظامي یونیفورمونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.