کاپیسا کې ۱۴ ترهګر طالبان ووژل شول.

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱ - ۱۰:۴۶
d
تېره شپه د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ د منسوبینو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۴ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
یاده نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې ترهګرو طالبانو د تګاب ولسوالۍ په شپېګلۍ او ناوه کلیو کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو برید کړی، چې د ملی پولیسو له غبرګون سره مخ شوي او په لړ کې یې ۱۴ ترهګر طالبان وژل شوي دي.