کاپیسا کې څلور تنه د وسلو د قاچاق په تړاو ونیول شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسلو او ذ نشه يي توکو د قاچاقبرانو د نیولو په موخه یو لړ عملیات په لاره واچول، چې په ترڅ کې یې څلور تنه د وسلو او د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
له یادو کسانو څخه دوه میله وسلې او یو شمېر نظامي مهمات او تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.