کاپیسا او بلخ کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۴ - ۱۱:۱۰
۶

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یو لړ عملیات په لاره اچولي وو، چې په لړ کې یې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو له یو شمېر سپکو او درنو جنګي تسلېحاتو سره نیولي دي.
همداراز دې ځواکونو د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې هم عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې یو تن له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.