کابل کې ۲۷ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
![7](/sites/default/files/2021-06/194048761_2030340927103794_4690446259339951577_n_0.jpg)
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د کابل په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار لومړۍ، درېیمې، پینځمې، شپږمې، اومې، اتمې، نهمې، یوولسمې، دیارلسمې، شپاړلسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وسله والې نښتې، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د عامه امن او نظم د اخلال، غلا او د مرګ ګواښ په تړاو نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه اوه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د امنیتي میثاق له مخې د خلکو او پولیسو همکاري په جدي توګه دوام لري.
مجرمین په هېڅ ځای کې امن نشي پاتې کېدلی.