کابل کې ۱۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۹:۳۸
9

د کابل پولیسو منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې، څلورمې، اومې، یوولسمې، دولسمې او نولسمې ناحیو او همدارنګه د چهاراسیاب او قره‌باغ ولسوالیو په اړوند سیمو کې د وژنې، ژوبلې، وسله والو غلاو، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، شکونې، انسان تښتونې، د کورونو د لوټونې او د عامه امن او نظم د اخلال په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه پنځه میله وسلې، یوه قبضه برچه او یو عراده کرولا ډوله لېږدوونکې واسطه هم ترلاسه شوې دي.