کابل کې ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۱۴:۸
7

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي. 
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، شپږمې، اومې، اتمې، نهمې، شپاړلسمې، اولسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وسله والې نښتې، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د عامه امن او نظم د اخلال، جعل او تذویر، غلا او د مرګ ګواښ په تړاو نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه دوه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي. 
د امنیتي میثاق له مخې د خلکو او پولیسو همکاري په جدي توګه دوام لري.
مجرمین په هېڅ ځای کې امن نشي پاتې کېدلی.