کابل کې یو فراري قاتل ونیول شو

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱/۳۰ - ۹:۵۸
01

تېره ورځ پولیسو د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کس د غلا او وژنې په تړاو نیولی دی.
دې کس د لومړۍ ناحیې د یوه اوسېدونکي د قیمتي مالونو د لوټ پر مهال یاد کس د تفنګچې په وسیله وژلی دی.
دا کس له څه وخت راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و، چې تېره ورځ ونیول شو.
د دې کس نسبتي دوسیه د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټ ته سپارل شوې ده.