کابل کې یوه ترهګریزه ډله چې پر حسیني عزادارانو یې د برید قصد درلود، ونیول شوه
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یوه ترهګریزه ډله چې پر حسیني عزادارانو یې د برید قصد درلود، نیولې ده.
یاد عملیات تېره شپه د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ترسره شوي، چې په پایله کې يې د یوې ښځې په ګډون د ترهګرو ۹ کسیزه ډله چې غوښتل یې په کوټېسنګي سیمه کې پر حسیني عزادارانو برید سازماندهي کړي، د چاودېدونکو توکو له دوه واسکټونو او شپږ کړۍ بمونو سره یو ځای نیول شوې ده.
همداراز دې ځواکونو د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو یوه پینځه کسیزه ډله نیولې ده.
د ملي پولیسو ځواکونو په کابل کې د حسیني عاشورا د ورځو د امنیت ساتنې په موخه ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي او هېڅ ترورېستي ډلې ته اجازه نه ورکوي، څو د دې مراسمو امنیت مختل کړي