کابل کې څلور وسله وال حرفوي غله ونیول شول.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په پغمان ولسوالۍ کې دوه وسله واله حرفوي غله نیولي.
نیول شویو غلو د کابل ښار د درېیمې، څلورمې او پنځمې ناحیو مېشتي د یوه کرولا ډوله موټر څخه په استفادې نامعلومو ځایونو ته لېږدول او له ټکونې وروسته یې د موبایل په ګډون یو شمېر نور اموال ترې اخیستل.
په همدې حال کې پولیسو د شپږمې حوزې په اړوند سیمو کې دوه غله له دوه میله وسلو سره نیولي دي.