کابل کې پر ګلبهار ښارګوټي د ترهګرو طالبانو برید د پنځه بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

نن سهار شاوخوا نهه بجې طالب ترهګرو د کابل ښار د شپاړلسمې امنیتي حوزې اړوند د ګلبهار ښارګوټي مخې ته د یو موټر بم چاودنې وروسته د ښارګوټي یوې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځایه یې پر خلکو او دغې ودانۍ ته څېرمه د ملي دفاع وزارت اړوند تاسیساتو باندې ډزې پېل کړې.
له برید سره سم د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه سیمې ته و رسېدل. چې په ترڅ کې یې پنځه بریدګر ووژل او یو شمېر سپکې او درنې وسلې د پولیسو لاسته راغلې.
متأسفانه په موټر بم چاودنه کې د شمشاد تلویزون د یوه ساتونکي او یوه ماشوم په ګډون 4 هېوادوال شهیدان او 84 نور ملکي وګړي او د ښوونځیو زده کوونکي ټپیان شوي دي.
په پېښه د ځانګړو پولیسو دوه تنه سرتېري هم شهیدان شوي.
د کورنیو چارو وزارت په ملکي او رهایشي سیمو د طالب ترهګرو دا برید غندي او جنګي جنایت یې بولي.