کابل کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی.

تېره شپه د پولیسو د عملیاتي ځواکونو ځانګړې قطعې د ملي امنیت له منسوبینو سره د کابل د سروبي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر نیول شوی چې ترهګرو غوښتل په کابل کې خپلې ترهګریزې موخې پرې پلې کړي.
له چاودېدونکو توکو ډک موټر د سروبي ولسوالۍ په حسن کلا کلي کې د ترهګر طالبانو له یوه پټنځایه کشف او ورسره دو قبضې راکټونه، یو میل پیکا، یو میل کلاشینکوف، یو میل لس ډزه، ۳۵۰ کیلو ګرامه چرس او یو شمېر سپکې او درنې وسلې د ملي پولیسو لاسته ورغلې دي.
د دې ترڅنګ؛ د پولیسو ځانګړو ځواکونو یو کس له داعش ډلې سره د لاس لرلو په تور د کابل له بګراميو ولسوالۍ نیولی دی.