کابل کې له دوه غبرګو ترورېستي بریدونو مخنیوی شوی

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۱ - ۱۴:۳۵
1

نن سهار د کابل ولایت د ګډو ځواکونو قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار د پینځمې ناحیې په اړوند سیمو کې له دوه غبرګو ترهګریزو چاودنو مخنیوی کړی دی.
د کابل ولایت د ګډ‌و ځواکونو قوماندانۍ منسوبینو د پینځمې ناحیې په اړوند قمبر څلور لاره کې یو کړۍ ماین چې په کراچۍ کې دننه ځای پر ځای شوی و، کشف او شنډ کړی دی.
همداراز یادو ځواکونو د پینځمې ناحیې په فاضل بېک سیمه کې د سړک غاړې یو بل کړۍ ماین هم چې د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای شوی و، کشف او له منځه وړی دی.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو او د ترورېستي توطیو له تطبیق څخه مخنیوی شوی دی.