کابل کې شپږ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو د کابل ښار له بېلابېلو سیمو نیولي دي.
یاد کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: وژنې، وسله والې غلاوې، ژوبله او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو د اومې، اتمې او شپاړلسمې ناحیو او د ده سبز ولسوالۍ له اړوند سیمو د پولیسو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته، عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې دي.