کابل کې زرګونه نشه يي ټابلېټونه کشف او ترلاسه شول
د کابل ښار په لومړۍ، اتمه او شپاړسمه ناحیو کې د پولیسو د جلا عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول.
له یادو کسانو څخه ۳۰۰۰ نشه يي ټابلېټونه (K) او یو مقدار چرس ترلاسه شوي دي. نیول شوي کسان به د دوسیې له بشپړېدو وروسته اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.