کابل کې د یوه ماشوم د قتل عامل ونیول شو
پولیسو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یوه اوه کلن ماشوم د قتل عامل نیولی دی.
یاد کس تېره ورځ د ماشوم له تښتونې وروسته ماشوم د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ په ګل بته کلي کې وژلی و.
د کابل پولیسو د دې خبر له ترلاسه کولو وروسته سمدلاسه عملیات پیل کړل، چې په ډېرې خواشینۍ سره یې په ګل بتې کلي کې د ماشوم جسد ترلاسه کړ.
پولیسو د دې قضیې په تړاو یو کس نیولی دی.
د دې کس نسبتي دوسیه د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې ده.