کابل کې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې ۵۵ میله بېلابېلې وسلې نیول شوې دي

farhadi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۳۰ - ۱۵:۲۹
moi

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند په آسیا بیني سیمه کې، د وسلو او مهماتو پر یوې زېرمې د استخباراتو د عمومي ریاست د منسوبینو او ځانګړو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې؛ ۱۵ میله کلاشینکوف، یو میل کلاکوف، ۳۹ میله بېلابېلې تنفګچې، ۷۸ شاجورونه، ۸۰ د پیکا شریدونه، یو پایه لپ ټاپ کمپیوټر او ۱۶ د شریدونو بکسې د پولیسو لاسته ورغلې دي.
د یادې قضیې په تور دوه تنه نیول شوي او اوسمهال تر څېړنې لاندې دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په موسی زي کلي کې، د ځانګړو ځواکونو له خوا یو ۵۰ کیلو ګرامه بم کشف او خنثی شو.
د دې ترڅنګ؛ د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې؛ دوه میله تفنګچې، درې قبضې لاسي بمونه او یو شمېر نشه يي توکي هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.