کابل کې د وسله والو غلو درې کسیزه ډله ونیول شوه

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۰:۱۰
7

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې وسله وال غله نیولي دي.
دې وسله والو غلو له څه مودې راهیسې د ۱۲مې او ۱۶مې امنیتي حوزو او بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې په بېلابېلو جرمي قضیو په تېره بیا په وسله والو غلاو کې لاس درلود، چې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له یادو غلو څخه دوه قبضې تفنګچې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.