کابل کې د دوه ماین خښوونکو د نیول کېدو سربېره؛ په هلمند، پکتیکا او میدان وردکو کې له ۱۴ ماین چاودنو مخنیوی شوی

moi-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۰:۵۵
خبر

کابل کې د دوه ماین خښوونکو د نیول کېدو سربېره؛ په هلمند، پکتیکا او میدان وردکو کې له ۱۴ ماین چاودنو مخنیوی شوی
پنجشنبه ۱۴ کب ۱۳۹۹
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه ترهګر ماین خښوونکي نیولي دي. 
یاد ترهګر هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې دوه کړۍ ماینونه او یو ډز میزاییل ګولۍ د ترورېستي پېښو په پار کابل ښار ته دننه کړي. 
بلخوا؛ یادو ځواکونو د هلمند، پکتیکا او میدان وردک ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې له ۱۴ ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو دا ماینونه په تازه‌ګۍ سره د ترهګریزو پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې په کشف او شنډ سره یې له ګڼو خونړیو پېښو مخنیوی شوی دی. 
**********************