کابل کې د حقاني ترهګریزې ډلې یو غړی ونیول شو.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۳ - ۱۲:۴۵
ث

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د حقاني ترهګریزې ډلې د غړو د نیولو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د حقاني ترهګریزې دلې یو کلیدي غړی سردار محمد چې په خلیفه داوود مشهور و، نیولی دی.
یاد کس ترهګرو طالبانو ته د وسلو او مهماتو د برابرولو مسوولیت پر غاړه درلود.