کابل کې دوه تنه له داعش ترورېستي ډلې سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په اړوند سیمو کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو د شکمنو کسانو د نیولو په پار یو لړ عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له داعش ترهګرې ډلې سره د اړیکو او همکارۍ په تړاو نیول شوي دي.