کابل کې درې تنه د وسلو د دوربین د پلور په تړاو ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۱۶:۱

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د اتلسمې حوزې په اړوند سیمو کې د یو لړ کشفي - عملیاتي پلان په ترڅ کې درې تنه د وسلو د دوربین د پلور په تړاو چې په بزبزک مشهور دی، نیولي دي. 
یادو کسانو غوښتل څو د وسلو دا اړینه وسیله یوه کس ته د ۵ زره ډالرو په بدل کې ورکړي، چې د پولیسو منسوبینو د هڅو په پایله کې نیول شوي او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی. 
ترلاسه شوی دوربین په بېلابېل ډوله وسلو کې لکه: کلاشینکوف - RPG، درازنوف او دې ورته وسلو کې د نصب او استفادې وړ دی.