کابل کې درې تنه د سرو زرو او پیسو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۳:۱۰
8

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند چمن حضوري سیمه کې د مسافر وړونکو وسایطو د څېړلو پر مهال درې تنه له یو اندازه سرو زرو او پیسو "یورو" سره نیولي دي.
یادو کسانو ۲۲ کیلوګرامه سره زر او ۳۸۰ زره یورو په بوریو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې شمالي ولایتونو ته یې قاچاق کړي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.
پولیسو د امنیتي میثاق د طرحې پر بنسټ د مجرمینو د نیولو په برخه کې خپل عملیات چټک کړي او د دې برنامې د تطبیق په برخه کې به چې موخه یې د ښاریانو د لا ښه امنیت ټینګښت ده، له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.