کابل کې درې تنه امنیتي منسوبین د دوه ښځو پر وړاندې د ناوړه چلند له امله نیول شوي او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۳:۱۲
7

کورنیو چارو وزارت په ټولنیزو رسنیو او مطبوعاتو کې د هغې ویډیو تر خپرېدو وروسته چې د دوه ښځو پر وړاندې د یوه امنیتي منسوب د ناوړه چلند په اړه وه، د یاد وزارت د کشف او د جرمونو پر وړاندې د مبارزې لوی ریاست ته دستور ورکړ، څو دا قضیه په بېړنۍ توګه وڅېړي.
د کورنیو چارو وزارت د کشف او د جرمونو پر وړاندې د مبارزې لوی ریاست د دې قضیې تر تثبیت او څېړلو وروسته د یادې قضیې یو اصلي ګرم منسوب او د پولیسو دوه تنه نور منسوبین چې د قضیې د پېښېدو پر مهال یې ناغېړي او بې مسوولیتي کړې وه، له نسبتي دوسیو سره یې یو ځای د لا زیاتو څېړنو په پار څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت په دې ټکي د ټینګار سربېره چې ملي پولیس له خلکو سره په غوره چلند مکلف شوي؛ یو ځل بیا یادونه کوي چې د پولیسو لخوا د اخلاقي او انساني ارزښتونو خلاف او همدارنګه په وظیفوي چارو کې د ناغېړۍ هېڅ ډول چلند د منلو وړ ندی او په دې برخه کې به د سړغړوونکو پر وړاندې جدي قانوني چلند ترسره شي.