کابل کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
یاد کسان د کابل ښار د اتمې او نهمې ناحیو او کلکان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د بېلابېلو جرمونو لکه: قتل، ژوبله، د موبایل غلا، د وسایطو د نمبر پلېټونو غلا او مغلوبه جګړې په تړاو نیول شوي دي.